د چين په تازه پای ته رسېدلو د دوو مجلسو په کلنيو غونډو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې تر ۲۰۲۰ کال پورې د بېوزلۍ د له منځه وړلو موخې پوره کېدو ته دوه کاله پاتې دي. نو سږ کال يو مهم کال دی.
د بېوزلۍ له منځه وړل په اوسنۍ نړۍ کې يوه لويه نړيواله ننګونه ده، چين په دې برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. له ۱۹۷۸ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو د پلې کېدو او د اقتصادي پرمختګ په رڼا کې په دې هېواد کې څه باندې اووه سوه مليونه کسان له بېوزلۍ څخه رايستل شوي دي. خو د تاريخ، طبيعت، نفوس او د سيمه ييز اقتصاد د پرمختګ د نابرابرۍ په شمول د زياتو عواملو له امله، په چين کې لا هم شپارس مليونه او شپږ لکه بېوزله کسان موجود دي. د چين حکومت ژمنه کړې چې سږ کال به لس مليونه بېوزله کسان له بېوزلۍ څخه خلاص کړي. د دغې موخې ترسره کول ډېر مهم دي او د چين له هغې موخې سره اړيکې لري چې ايا تر ۲۰۲۰ کال پورې به ټول بېوزله کسان له بېوزلۍ څخه خلاص شي او که نه، او په چين کې به شتمنه ټولنه په پوره توګه جوړه شي او که نه؟
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |