CRI Online

يانګ جې چه د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-03-20 17:05:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو کمېسيون د دفتر مشر يانګ جې چه د مارچ په ۲۰مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره وکتل.

يانګ جې چه وويل، پاکستان د چين د ټولو فصلونو ستراتيژيک همکار دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ د خلکو او د سيمه ييز ثبات او سمسورتيا لپاره ګټورې دي. د نړيوالو او سيمه ييزو پېچلو حالاتو پر بنسټ بايد دواړه خواوې ستراتيژيک تګ راتګ زيات او متقابلې ګټورې همکارۍ ژورې کړي. چين غواړي له پاکستان سره په عالي رتبه کچه تګ راتګ ټينګ وساتي، د دواړو هېوادونو د اقتصادي دهليز د ابادۍ لپاره هڅه وکړي او د نړيوالو او سيمه ييزو مهمو مسئلو په اړه د نظريو تبادله او همغږي زياته کړي.

قريشي وويل، چين د پاکستان تر ټولو اعتما لرونکی ملګری دی. د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو ترمنځ د لومړي پړاو ستراتيژيک ډيالوګ ډېر بريالی و. پاکستان به په دوامدار ډول له چين سره د اقتصادي دهليز پروژه پلې کړي او په هراړخيز ډول به د دواړو هېوادونو کاري همکاريو ته وده ورکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای