CRI Online

د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو لومړی ستراتيژيک ديالوګ تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-03-20 17:42:03

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو لومړی ستراتيژيک ديالوګ تر سره کړ. دواړو وزيرانو په اتفاق سره د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پرمختيا لوړه ارزونه وکړه او په دې يې موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو د مرکزي ګټو او پاملرنې وړ مهمو مسئلو په هکله به يو د بل ملاتړ ته دوام ورکړي او د لوړې کچې تګ راتګ د پياوړتيا، د چين او پاکستان د اقتصادی دهليز د ابادۍ او د ترهګرۍ ضد چارو کې د همکارۍ د لا ټينګېدو ټينګتيا په شمول يئ د ځينو مسئلو په هکله يو لړ ګډې نظريې تر لاسه کړې.

وانګ يي په ديالوګ کې لومړی په نوې زيلنډ کې د ترهګريزې پيښې سخته غندنه وکړه او په دغه پيښه کې يې له وژل شويو پاکستانيانو سره خواخوږي څرګنده کړه. هغه وويل، د ترهګرۍ ضد مبارزې په ترڅ کې بايد دوه معيارونه غوره نه شي او له کوم ځانګړی هېواد او مذهب سره دې اړيکې جوړې نه شي. مختلف مذهبونه او کولتولونه لرونکي هېوادونه بايد په ګډه له هر ډول ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ستراتيژيک ديالوګ د تېر کال په نومبر کې له چين څخه د پاکستان د صدراعظم د ليدنې په وخت کې د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمې ګډې نظريې له مخې تر سره شوی. وانګ يي په همدې ورځ وويل چې دغه ديالوګ د دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو دوستانه اړيکو د ټينګښت لپاره واقيعی اړتيا ده. هغه وويل، چين د نړيوالو او سيمه ايزو حالاتو د هر ډول بدلون په حال کې تل له پاکستان څخه ملاتړ کوي چې د خپل ملي حاکميت او شرافت وساتي، د خپل حالت له مخې د پرمختيا لاره ټاکي، د هېواد د ثبات، پرمختيا او سمسورتيا لپاره کوښښ وکړي او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو کې لا رغنده رول ولوبوي. چين په دې وروستۍ موده کې په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد د مبارزو لپاره د قوي تدبيرونو ستاينه کوي او ورڅخه ملاتړ کوي چې د ترهګرۍ ضد فعاليتونو ته دوام ورکړي. موږ له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې له ترهګرۍ سره د اوږدې مودې راهيسې د پاکستان مبارزې، ژمنو او هلو ځلو ته په عادلانه توګه وګوري.

له پنځو کلونو راهيسې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز ابادۍ تر اوسه د پنځو کلونو لپاره دوام لري چې په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو تر همکارۍ لاندې يوه نښه او د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې لومړنۍ ازمويښتې پروژه هم ده. وانګ يي وويل، چين د دغه دهليز د ابادۍ په بهير کې د ګډو بحثونو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اصولو ټينګار کوي او تل د پاکستان د خلکو واقعي ګټو ته لومړيتوب ورکوي. مخکې بشپړ شوو ۲۲ پروژو د پاکستان بنسټيزو ترافيکي تاسيساتو او بريښنايي حالت ښه کړی او دغه هېواد ته يې په زر ګونو کاري فرصتونه برابر کړي دي. د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز پروژې به د پاکستان په لا پراخو سيمو کې جوړې شي چې لا زياتو خلکو ته ګټې ورسوي. وانګ يي د دې خبر په هکله چې پاکستان د ياد تش په نامه دهليز د ابادۍ له امله د پورونو په بحران کې دی، وويل،د نړيوالو پانګو راغونډولو له لارې د مهمو پروژو تر سره کول لاره په ټوله نړۍ کې استفاده کېږي چې د پرمختيايي هېوادونو لپاره د پيسو د ستونزو حلولو او د اقتصادي پرمختيا د چټکتيا يوه اغيزمنه لاره هم ده. اوس په پاکستان کې د بهرنيو پورونو نيمه برخه په څو اړخيزو پولي ارګانونو پورې اړه لري. د چين او پاکستان د اقتصادی دهليز څه دپاسه اتيا سلنه برخه پروژې د چين تر مستقيمو پانګونو او يا بی ګټې مرستو لاندې تر سره کيږي او چين ته وازې د ۲۰ سلنې برخې لخوا کريدت ورکول کيږي. نو دغه پروژې نه يوازې د پاکستان لپاره زيان نه لري،بلکې د دغه هېواد د اقتصاد پياوړتيا لپاره مرستندويه رول لوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای