CRI Online

شي جين پينګ د امريکا د هارورډ پوهنتون له مشر لاورنس باکو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-03-20 20:45:55

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۱مه نېټه په بېجينګ کې د امريکا د هارورډ پوهنتون له مشر لاورنس باکو سره وکتل. له نوموړي سره په خبرو کې رئيس شي جين پينګ وويل، چين متقابلو زده کولو او بهرنيو زده کولو ته هڅوي او په تعليمي برخه کې له بهر سره تبادلو څخه ملاتړ کوي، هيله ده چې د چين او امريکا ترمنځ کلتوري تبادله نوره هم پياوړې شي.

باکو وويل، د امريکا او چين د تعليمي ادارو ترمنځ همکارۍ او د تګ راتګ ساتنه د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره ډېر مهم دي. لوړو زده کړو ته د چين حکومت پاملرنې او هڅې د درناوي وړ دي. هارورډ پوهنتون غواړي چې د چين له تعليمي، علمي او څېړنيزو ادارو سره د نظر تبادلې او همکارۍ جاري وساتي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای