CRI Online

د چین او ایتالیا د خبري رسنیو دیالوګ ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-03-21 09:11:10
د چین او ایتالیا د خبري رسنیو دیالوګ ترسره شو

د(( یو کمربند او یوه لاره او د چین او ایتالیا رسنیزې همکارۍ)) تر نوم لاندې د چین او ایتالیا د خبري رسنیو دیالوګ د مارچ په ۲۰ نیټه په روم کې ترسره شو. دغه فعالیت په دې حال کې ترسره شو چې ټاکل شوې چې د چین د دولت رئیس شي جین پینګ به ایتالیا ته رسمي سفر وکړي. دغه دیالوګ د چین میډیا ګروپ او د اقتصاد ورځپاڼې، د ایتالیا کلاس میډیا ګروپ او Il Sole 24 Oreورځپاڼې له خوا په ګډه جوړ شو.

د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د مطبوعاتی څانګې مرستیال جیانګ جیان ګوه په یاد فعالیت کې وویل چې د یو کمربند او یوې لارې په چوکاټ کې ایتالیا او چین واقعی همکارۍ کړې دي. ایتالیا د اسیا د پانګونې په بانک کې د بنسټ کیښودونکي په حیث ګډون کړی دی. دواړو خواوو د بندرونو جوړولو او د نورو بازارونو ته توسعه ورکولو په برخو کې ښې همکارۍ کړې دي. رئیس شي جین پینګ به ایتالیا ته سفر وکړي نو باور لرو چې دغه سفر به د یو کمربند او یوې لارې د ګډې مشورې او ابادۍ او دغه راز به د ګډو ګټو د همکاریو په اړه دواړو خواوو ته توسعه ورکړي او د دواړو هیوادونو خبري رسنیو همکاريو ته به نوی فرصتونه ورسوي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای