CRI Online

په ۲۰۱۹ کال کې د شي جين پينګ بهرنی سفر له ايتاليا څخه پيلېږي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-21 10:02:09

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سږني کال خپل لومړنی بهرنی سفر د مارچ په ۲۱مه نېټه پيلوي چې له ۳ اروپايي هېوادونو څخه به رسمي ليدنې وکړي. د ده د سفر لومړی تم ځای ايتاليا دی.

سږ کال د چين او ايتاليا ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو ۱۵مه کليزه ده او راتلونکی کال به د دوو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۵۰مې کليزې سره برابر وي. دواړه خواوې به د يو لړ مهمو فعاليتونو په تر سره کولو سره خپلمنځي اړيکې پرمخ بوزي. ايتاليا ته د چين د لوړ پوړي مشر سفر د چين او ايتاليا ترمنځ د اړيکو پرمختګ لپاره خورا تاريخي اهميت لري.

دواړه هېوادونه به د دغه سفر له لارې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په موخه خپلمنځي همکارۍ پياوړې او د اړوندې همکارۍ تاريخي، کلتوري او سيمه ييزې ښيګنې به څرګندې کړي، په سمندر، ځمکه او هوا کې به د نوې زمانې يو کمربند او يوه لاره جوړه کړي او د دوو هېوادونو خلکو ته به واقعي ګټې ورسوي. له ايتاليا څخه د شي جين پينګ د رسمي ليدنې په ترڅ کې به چين او ايتاليا د ديپلوماسۍ، اقتصاد، سوداګرۍ او کلتور په اړه د حکومتي همکارۍ او په بنسټيزو تاسيساتو، ماشين الاتو او پولي چارو کې د سوداګريزې همکارۍ يو لړ تړونونه لاسليک کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای