د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د امريکا فدرالي ذخېرې کمېټې د مارچ په ۲۰ مه نېټه اعلان وکړ چې د فدرالي فنډ کچه به لاهم له ٪2.25 څخه تر ٪2.5 پورې وساتي. دغه شمېرې د بازار له عمومي وړاندوينې سره برابرې دي.
همدارنګه نوموړې کمېټې پلان وښود چې له مې مياشتې څخه به د خپل بيلانس شيټ (balence sheet) د کمولو سرعت ورو کړي او د سپتمبر له پای مخکې به د ياد بيلانس شيټ د کمولو پلان بشپړکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |