د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د ايټاليې د ولسمشر سيرګيو ماتاريلا په بلنې دغه هېواد ته رسمي سفر وکړي. دا به له لس کلن ځنډ وروسته ايټاليې ته د چين مشر لومړنی سفر وي. ډېرې ايټالوي خبري رسنۍ دغه سفر او د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو په برخه کې د دواړو هېوادونو همکارۍ ته ډېره پاملرنه کوي او په خپلو ويبپاڼو کې يې اړوند رپوټونه خپاره کړي دي.
د ايټاليې انسا(ANSA) خبري اژانس د مارچ په ۱۹ مه نېټه د يوې ليکنې په خپرولو سره ويلي چې د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو په برخه کې د ايټاليې او چين ترمنځ همکارۍ سوداګريزې دي، دغه همکارۍ د ايټاليې له ملي ګټو سره سمون لري او په پياوړتيا سره به يې د دغه هېواد توليدات لالوی بازار ته صادر شي. دغه همکارۍ مثبتې دي او په بشپړه توګه د اروپايي ټولنې له ستراتېژۍ سره سمون لري.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |