د ايران خبري رسنيو د خبر له مخې، د مارچ په نولسمه نېټه د ايران هوايي شرکت يوې مسافر وړونکې الوتکې د تخنيکي ستونزې له امله د تهران په مهراباد هوايي ډګر کې بېړنۍ ناسته وکړه. د مالوماتو له مخې، د الوتکې د بېړنۍ ناستې پر مهال اورلګېدونه رامنځته شوه خو چا ته يې ځاني زيان نه دی اړولی.
د ايران د تسنم خبري اژانس د ايران هوايي شرکت د اجرييوي مشر په قول ويلي ، چې د هالنډ ساخت دغه الوتکه د ايران له قشم ټاپو څخه د مهراباد هوايي ډګر پر لور روانه وه چې ياد هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم يې د تخنيکي ستونزې له امله بېړنۍ ناسته وکړه. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |