د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د مارچ په ۲۱مه نېټه وويل چې د همدې ورځ په سهار د پلازمېنې کابل په لوېديځ کې په يو مسجد کې د چاودنو له امله ۶ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي.
دپېښې يوه عيني شاهد محمد جعفر رسنيو ته ويلي چې د کابل په لوېديځ کارته سخي سيمې په يوه جومات کې د ۲۱مې نېټې په سهار درې چاودنې هغه مهال وشوې چې په ياد جومات کې د نوروز د جشن فعاليت تر سره کېدو. تر اوسه پورې هيڅ ډلې يا شخص د يادو چاودنو مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |