CRI Online

په دغه کتاب کې دې پوښتنې ته ځواب پيدا کيږي چې آيا چين د نورو ملګری يا سيال دی؟

cri     (GMT+08:00) 2019-03-21 20:44:57

د مارچ په ۲۱مه نېټه له ايټاليا څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ليدنې د پيل په درشل کې، د ايټاليايي ژبې لړيز ويډيويي پروګرامونه چې نوم يې دی (( د شي خبرې - د شي جين پينګ د خوښې وړ کيسې))، د ايټاليا د دوو مهمو سوداګريزو رسنيو ((ميډياسيت ګروپ)) او (( کلاس ايډيټروري)) د تلويزيوني چينلونو، اېپونو او ويبپاڼو له لارې په رسمي توګه صادر شوي او د نړۍ ايټاليايي ژبه ويونکو هېوادونو او سيمو کې په ژوندۍ توګه خپاره شوي. تر دې مخکې، ((د حکومتوالۍ په اړه د شي جين پينګ نظريې)) په نوم کتاب په اړه په روم کې د چيني او ايټالوي لوستونکو ناسته تر سره شوه چې پکې د ايټاليې د روم د دولتي ښوونځي مشر او ۸ زده کوونکو د رئيس شي جين پينګ پيغام او ((د حکومتوالۍ په اړه د شي جين پينګ نظريې)) دوهم جلد کتابونه تر لاسه کړل.

((د حکومتوالۍ په اړه د شي جين پينګ نظريې)) کتاب په لومړي او دوهم جلد کې د کورنيو او نړيوالو چارو په اړه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نوي افکار او نوې نظريې راغونډې شوې او په ۲۴ بهرنيو ژبو ژباړل شوي او په څه باندې ۱۶۰ هېوادونو او سيمو کې خپاره شوي. (( د شي خبرې: د شي جين پينګ د خوښې وړ کيسې)) لړيز ويډيويي پروګرامونه چې د شي جين پينګ په ويناوو، مقالو او خبرو کې د ذکر شويو لرغونو چيني متلونو او کيسو پر اساس د چين ميډيا ګروپ له خوا جوړ شوي، د انګليسي، جاپاني، کوريايي، هسپانيايي او ايټاليايي ژبو په شمول په زياتو بهرنيو ژبو ژباړل شوي او تر سلو مليونو زياتو بهرنيو کتوونکو ته خپاره شوي دي. د ارجنټاين د (( ګروپو امريکا)) بنسټګر جوسي لويس مانزونو په دې نظر دی چې له نوموړو لړيزو ويډيويي پروګرامونو څخه ښکاري چې د چين لرغوني افکار لا هم د اوسنۍ ټولنې لپاره لارښوونکی ارزښت لري.

د روم په ناسته کې ايټالوي لوستونکي په دې نظر دي چې ((د حکومتوالۍ په اړه د شي جين پينګ نظريې)) کتاب د نړيوالې ټولنې لپاره د چين د پرمختګ د لاسته راوړنو، لاملونو او راتلونکې په اړه د معلوماتو يوه کړکۍ ده، په دې کتاب کې وړاندې شوي د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې او د نړيوال نظام د بيا تاسيس په شمول چيني هوښياري او پلانونه او د هېواد او نړۍ د اداره کولو افکار او وړانيزونه ډېر مهم عملي ارزښت لري.

هر هېواد او هر ملت د سولې او پرمختګ په اړه خپله هيله لري، د هغو هېوادونو شمېر د زياتېدو په حال کې دی چې چين خپل ملګری ګڼي، د چين پرمختګ د دوی د هيلو پر وړاندې ناڅرګنده عمل نه دی، بلکې دا پرمختګ رغنده رول لري. دا د دې سبب دی چې د شي جين پينګ له خوا وړاندې شوې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکورې او د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد په پراخه توګه منل شوی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای