د مارچ ۲۱مه نېټه د نوروز اختر له لومړۍ ورځې سره برابره وه. د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنيه يي په همدې ورځ په مشهد ښار کې د نوي کال په مناسبت په خپله وينا کې ډېرې هيلې وښودې.
فرانسې، جرمني او بريتانيا څو ورځې مخکې پر ايران باندې د امريکا له بنديزونو څخه ډډه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې له ايران سره د تاديې ځانګړې لاره دې جوړه شي. خامنه يي وويل، دا طنيزي خبرې دي او هېڅ ارزښت نه لري. هغه وويل، که څه هم اروپا د ايران له ذروي تړون څخه د امريکا له وتلو سره مخالفت څرګند کړی، خو دوی په دغه تړون کې د ايران ګټو د ساتلو لپاره هېڅ لازم تدبيرونه نه دي نيولي، نو اروپايان هم د باور وړ نه دي.
خامينه يي وويل، موږ بايد پر خپل هېواد باندې د بهرنيو بنديزونو شکايت ونه کړو، د بنديز لګوونکو په اړه دې هېڅ توقع و نه لرو، ايرانيان بايد د ډېرې هوښيارتيا او پوځونو له لارې له بنديزونو سره د مقابلې يوه لاره ولټوي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې سږ کال د ايران کليدي موخه د اقتصاد پرمختګ او د توليدي سمسورتيا موندل دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |