CRI Online

خامنه ای: سږ کال به له پرمختيايي فرصتونو څخه يو ډک کال وي.

cri     (GMT+08:00) 2019-03-22 15:47:23

د مارچ ۲۱مه نېټه له نوروز اختر سره برابره وه. د ايران د لوړ پوړي مذهبي مشر ايت الله سعد علي خامنه ای په مشهد مقدس ښار کې د نوروز وينا وکړه او د نوي کال په اړه يې خپله هيله وښوده.

خامنه ای څرګنده کړه چې نوی کال به د ځينو کسانو په خوله له ګواښونو څخه ډک کال وي، داسې نه ده، بلکې موږ به له زياتو پرمختيايي فرصتونو سره مخ وو. ځکه پخوانۍ تجربې ښيي: کله چې غني طبيعي سرچينې لرونکي هېوادونه له نفتو نه کم عايدات پيدا کوي، نو د اقتصادي اصلاحاتو خوځنده ځواک به پکې رامنځته شي څو چې پر نفتو خپله اتکا ليرې کړي.

( لومړی اواز)

اوس مهال د ايران پر وړاندې عمده ستونزې پر اقتصاد او د ټيټ عايدات لرونکو خلکو په ژوند پورې اړه لري چې لاملونه يې د امريکا او اروپايي ټولنې بنديزونه او خپله اداري نيمګړتيا ده. بنديزونه په فرصتونو بدل کېدای شي. هر بنديز به موږ ته تجربه وشي او خپلې نيمګړتياوې او کمزوری به ترې معلومې کړو. دا به په څو راتلونکو کلونو کې د هېواد د اداري لوري د ټاکلو په ګټه وي.

د ايران په ذروي تړون کې ۳ ښکېلو خواوو فرانسې، جرمني او بريتانيا وړاندې له دې نه د امريکا له بنديز لګونې څخه د ډډه کولو په موخه له ايران سره د تاديې ځانګړې لارې وړاندې کړې. ښاغلي خامنه ای دا هسې ټوکې وبللې او و يې ويل چې دا هېڅ اهميت نه لري. هغه وويل: که څه هم اروپا ظاهراً له دغه ذروي تړون څخه د امريکا له وتلو سره خپل مخالفت څرګند کړی، خو په دغه تړون کې د ايران ګټو د خوندي ساتلو په موخه هېڅ اغېزمن تدبيرونه نه دي نيولي، اروپايان د باور وړ نه دي.

( دوهم اواز)

د ايران د ذروي تړون د بېلا بېلو خواوو په منځ کې د اروپا دنده څه ده؟ د ايران په شمول دا يو ۷ اړخيز تړون دی. اوس امريکا ترې وتلې، نو د نورو خواوو پر غاړه څه وظيفې دي؟ اروپا دې د امريکا تر فشار لاندې د خپلو کړو ژمنو پوره کولو ته دوام ورکړي، پر ايران دې خپل بنديزونه لغوه کړي، خو دوی هميشه په زياتو پلمو سره داسې نه کوي او موږ ته يې څو ځله ويلي چې له ذروي تړون نه مه وځئ. دوی واقعاً له خپلو ژمنو په شا شوي او پر ايران باندې يې نوي بنديزونه لګولي دي. نو موږ څنګه دوی ته په تمه شو؟

خامنه ای څرګنده کړه چې د نورو پر بنديز لګونې شکايت نه کوو او له بنديز لګوونکو څخه هېڅ هيله نه لرو. د ايرانيان دې په خپلې هوښيارۍ او ځواک سره يوه ځانګړې لار پيدا کړي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې سږ کال د ايران مرکزي دنده اقتصادي پرمختګ او توليدي باغواني ده.

( درېيم اواز)

کورني توليد ته دې ملاتړ برابر کړو يعنې زموږ په ژبه توليدي سمسورتيا ده. سږ کال بايد د توليدي سمسورتيا کال وي. تېر کال له کورني توليداتو څخه د ملاتړ غورځنګ ډېر بريالی و. خلک پخپله خوښه په دکانونو کې د ايران توليدات په پيسو اخلي او بهرني توليدات نه اخلي. دا د پرمختګ نښه ده. د ستونزو ليرې کولو بنسټيز اصول اقتصاد ته پرمختګ او توليدي سمسورتيا ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای