CRI Online

اروپايي ټولنې له دې ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو لپاره دوه انتخابونه وړاندی کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-03-22 16:58:06
اروپايي ټولنې له دې ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو لپاره دوه انتخابونه وړاندی کړل

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې پسرلنۍ سرمشريزه غونډه د مارچ په ۲۱مه نېټه ترسره شوه. په دې غونډه کې ګډونوالو له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو وخت د ځنډېدو په اړه د بريتانيا د لومړۍ وزيرې تريسا مې د غوښتنې په اړه بحث وکړ او موافقه يې وکړه چې ياد وخت وځنډېږي.

تريسا مې مخکې اروپايي ټولنې ته يوه غوښتنه ليک وړاندې کړ چې له دې ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو وخت د مارچ له ۲۹مې نېټې څخه د راتلونکي جون تر ۳۰ مې نېټې پورې وځنډېږي. له بريتانيا پرته د اروپايي ټولنې د نورو ۲۷ هېوادونو مشرانو تر اووه ساعته بحث وروسته دوه لايحې وړاندې کړې چې لومړی، که د بريتانيا د استازو جرګه په راتلونکې اوونۍ کې اړوند تړون تصويب کولای شي، نو له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو وخت د راتلونکې مې مياشتې تر ۲۲مې نېټې ځنډېدلی شي. دوهم، که د بريتانيا د استازو جرګه په راتلونکې اوونۍ کې اړوند تړون تصويب نه کړي، نو بريتانيا بايد د راتلونکې اپريل تر ۱۲مې نېټې مخکې نوی انتخاب غوره کړي. د اروپايي کميسيون رئيس ډونالډ توسک وويل، دغه نوی انتخاب ښايي اړوند تړون منظور، يا ښايي بريتانيا له تړون پرته له اروپايي ټولنې څخه ووځي او يا ښايي له يادې ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو وخت په دوامداره توګه وځنډېږي، او يا حتی له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو پلان لغوه شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای