CRI Online

لي که چيانګ به د(( بواو)) اسيايي فورم په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-22 18:47:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په ۲۲ مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد صدراعظم لي که چيانګ به د مارچ په ۲۸ مه نېټه د چين د های نان ولايت په بو او سيمه کې د ۲۰۱۹ کال لپاره د (( بو او)) اسيايي فورم د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړي.

د کوريا جمهوريت ، لاوس، لوسمبرګ،ساتومه او پرنسيپ صدراعظمان به هم په دغه غونډه کې برخه ولري. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای