CRI Online

شي جين پينګ د ايټاليا له ولسمشر سيرګيو ماټاريلا سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-03-23 15:51:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۲مه نېټه د ايټاليا په پلازمېنه روم کې د دغه هېواد له ولسمشر سيرګيو ماټاريلا سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د ستراتيژۍ او اوږدې مودې له لوري به د چين او ايټاليا ترمنځ د اړيکو د ټينګښت پر عمومي طرز ټينګار وکړي او په نوې زمانه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د لا پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

شي جين پينګ وويل، چې چين او ايټاليا دواړه د ځلانده مدنيت لرونکي او لرغوني هېوادونه دي. سږ کال د دواړو هېوادونوترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د ټينګېدو له ۱۵مې کاليزې سره برابر دی او راتلونکی کال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۵۰مې کاليزې سره برابر وي. دواړو هېوادونو له کابو نيمې پيړۍ راهيسې يو د بل درناوی کړی، يو پر بل باور کړی او يو له بل سره يې مرسته کړې ده او کوي يې.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، زه د ښاغلي ولسمشر هغه وړانديز منم چې ايټاليا او چين بايد د ګډو ګټو او پرمختګ په برخه کې ملګري وګرځي. چين غواړي له ايټاليا سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د ټينګېدو لپاره هڅې وکړي. دواړه هېوادونه بايد د همکاريو ځلانده ټکي اباد کړي، بايد د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره کوښښونه وکړي او د ستراتيژيو او د مؤثرو همکاريزو پلانونو پيوستون پياوړی کړي. چين به له ايټاليا څخه لا زيات غوره توليدات وارد کړي او د دې هڅونه به وکړي چې قوي چيني تصدۍ په ايټاليا کې پانګونې وکړي او چارې تر سره کړي. دواړه هېوادونه بايد د بشري کولتور، تعليم او ښوونې، فلم او ټلويزيوني ډرامو او خبري رسنيو په برخو کې لا نژدې همکارۍ وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ پياوړی شي.

شي جين پينګ زياته کړه چې چين تل د اروپا د يو لاس کېدو له جريان څخه ملاتړ کوي او د خپلو مسئلو د حلولو په هکله د اروپايې ټولنې د کوښښونو درناوی کوي. چين هيله لري چې ايټاليا په مداومه توګه د سولې، پرمختګ، اصلاحاتو او مدنيت په برخو کې د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د دوستانه اړيکو د ټينګښت لپاره زيار وباسي. چين غواړي د م م، د نړيوالې ادارې، د اقليمي بدلون د مخنيوي او تر ۲۰۳۰م کال پورې د دواملرونکي پرمختګ د جريان په برخو کې له ايټاليا سره همکاري وکړي او په ګډه د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او اسانه کېدو د بهير لارښوونه وکړي، تر څو د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير لا پراخ، جامع، ګټور او متوازن شي.

ولسمشر سيرګيو ماټاريلا د رئيس شي جين پينګ تود هر کلی وکړ او ويې ويل چې وړم کال مې چين ته سفر وکړ او تر اوسه اړوندې خاطرې زما په زړه کې پاتې دي. د ايټاليا او چين ترمنځ عالي تګ راتګ ټينګ شوی، له ايټاليا څخه د رئيس شي جين پينګ له دې ليدنې څخه د دوه اړخيزو اړيکو لوړه سويه څرګندېږي. چين د ايټاليا نژدې او مهم ملګری دی. ايټاليا د پرمختيايي برياليتوبونو په برخه کې د چين ستاينه کوي، د چين د ورخلاصې ستراتيژۍ ستاينه کوي او د دواړو هېوادونو د همکاريو پر راتلونکي باور لري. ايټاليا غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د ټينګېدو د ۱۵مې کاليزې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کاليزې په درشل کې د اقتصاد او سوداګرۍ، پانګونې، ساينس او تخنيک او نوښت په برخو کې دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای