CRI Online

شي جين پينګ د ايټاليا د استازو جرګې له مشر روبرټو فيکو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-03-23 16:04:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۲مه نېټه د ايټاليا په پلازمېنه روم کې د دغه هېواد د استازو جرګې له مشر روبرټو فيکو سره وکتل.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د قانون جوړوونکو ارګانونو ترمنځ تګ راتګ او همکارۍ د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم او دوستيو د ژورتيا مهمه لاره ده. چين له دې څخه ملاتړ کوي چې د دواړو هېوادونو د قانون جوړوونکي ارګانونه د قانون د جوړونې او د هېواد د ادارې په برخو کې د تجربو تبادلې وکړي، په تېره بيا د دواړو هېوادونو د اقتصاد، پولي همکاريو او بشري کولتوري تګ راتګ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې چين د اروپا د يو لاس کېدو له بهير څخه ملاتړ کوي او غواړي د ايټاليا په شمول د اروپايي ټولنې له غړيو هېوادونو سره يو ځای د چين او اروپا ترمنځ د همکاريو د نژدې کېدو لپاره ګډ زيارونه وباسي.

ښاغلي فيکو دغې جرګې ته د رئيس شي جين پينګ د تګ تود هر کلی وکړ. هغه وويل، چې د نړيوال کېدو په زمانه کې بېلا بېل هېوادونه يو پر بل باندې زړه تړي او نړيوالې مسئلې بايد د مختلفو هېوادونو د ګډو همکاريو په رڼا کې حل شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای