CRI Online

شي جين پينګ د ايټاليا د مشرانو جرګې له مشرې ايليسابيټا البيرټي کاسيلاټي سره کتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-23 16:06:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۲مه نېټه د ايټاليا په پلازمېنه روم کې د دغه هېواد د مشرانو جرګې له مشرې ايليسابيټا البيرټي کاسيلاټي سره کتنه وکړه.

شي چين پينګ په دغه کتنه کې وويل، د چين او ايټاليا ترمنځ دوديزې دوستۍ شته او لرغونې ورېښمو لار د دواړو هېوادونو د خلکو د نژدې کېدو لار وه. د چين او ايټاليا ترمنځ اړيکې په رسمي ډول د ټينګېدو له ۵۰ کلونو راپدېخوا د سالم او ثابت پرمختګ پر لاره ټينګار کوي. دواړه هېوادونه يو پر بل باور کوي او يو د بل مهم ملګري ګرځېدلي دي. ايټاليا ته زما د دې سفر موخه د اوږدې مودې، ثبات او ستراتيژۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ټينګښت او د ګډو ګټو پر بنسټ د دوه اړخيزو همکاريو د سويې لوړتيا ده. چين غواړي له ايټاليا سره تر عالي رتبه لارښوونو لاندې يو د بل د پاملرنې وړ مسئلو ته په درنه سترګه وګوري، په ګډه يو کمربند او يوه لار اباده کړي، په درېيم بازار کې نژدې همکارۍ وکړي، د کولتورونو او ځايونو همکارۍ پياوړې کړي، تر څو د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تګ راتګ بنسټ ټينګ کړي.

آغلې کاسيلاټي وويل، د ايټاليا د مشرانو جرګه خپل هېواد ته د رئيس شي جين پينګ د سفر هر کلی کوي. د ايټاليا او چين خلک د اوږدې مودې راهيسې يو پر بل باور لري او ژورې دوستۍ لري. د دې ترڅنګ دواړو هېوادونو د اقتصاد، سوداګرۍ او کولتور په برخو کې نژدې اړيکې هم ټينګې کړې دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای