CRI Online

شي جين پينګ او د ايټاليا ولسمشر سيرګيو ماټاريلا سره يو ځای د چين او ايټاليا د تصديانو د کمېټې، په درېيم بازار کې د دواړو هېوادونو د همکاريز فورم او د دواړو هېوادونو د کولتوري همکاريزې ميکانيزم د ناستې له استازو سره ګډه کتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-23 16:08:37

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۲مه نېټه د ايټاليا په پلازمېنه روم کې د دغه هېواد له ولسمشر سيرګيو ماټاريلا سره يو ځای د چين او ايټاليا د تصديو د کمېټې، په درېيم بازار کې د دواړو هېوادونو د همکاريز فورم او د دواړو هېوادونو د کولتوري همکاريزې ميکانيزم د ناستې له استازو سره ګډه کتنه وکړه.

شي جين پينګ په دې مناسبت مبارکي وويله چې يادې درې ناستې د لومړي ځل لپاره په يو وخت کې تر سره کېږي او د دواړو هېوادونو د صنعتي او سوداګريزو چارو او کولتوري او هنري ساحو له شخصيتونو څخه مننه کوي چې د اوږدې مودې راهيسې د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تفاهم د ژورتيا او د دوه اړخيزو دوستيو د ټينګېدو لپاره يې کوښښونه او خدمتونه کړي دي.

ولسمشر ماټاريلا وويل، چې ايټاليا او چين د دوه لرغونيو تمدنونو لرونکي هېوادونه دي او دا د دوه اړخيزو اړيکو لپاره ښه زمينه ده. د نوي وضيعت په وړاندې د ايټاليا حکومت له دې څخه ملاتړ کوي چې د دواړو هېوادونو تصدۍ به د اقتصاد او پانګونو په برخو کې لا نژدې همکارۍ وکړي او د دواړو هېوادونو کولتوري ساحې به په هراړخيزه توګه تګ راتګ وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای