CRI Online

تبصره: چين او ايټاليا د لرغونې ورېښمو لارې د بيا سمسورتيا لپاره هڅې کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-23 16:13:49

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۲مه نېټه له روم څخه په خپله رسمي ليدنه پيل وکړ. هغه د دغه هېواد د ولسمشر سيرګيو ماټاريلا لخوا د هر کلي په مراسمو کې ګدون وکړ، له ولسمشر ماټاريلا سره يې خبرې اترې وکړې، په ګډه يې په مطبوعاتي برخه واخيسلته، د دواړو هېوادونو د اقتصاد او کولتور له استازو سره يې وکتل، د دغه هېواد د مشرانو او استازو جرګو له مشرانو سره يې وکتل. د ايټاليا بېلا بېلې خواوې د شي جين پينګ لخوا د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز مثبته ارزونه کوي او په دې نظر دي چې دا به د اروپايي او اسيايي لويو وچو ترمنځ د تګ راتګ او ګډ پرمختګ د پياوړتيا لپاره ډېره ګټوره وي، تر څو لرغونې ورېښمو لاره په اوسنۍ زمانه کې يو ځل بيا سمسوره او ځلانده شي. دا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د يو کمربند او يوې لارې د همکاريو د تفاهم ليک د لاسليکولو لپاره مثبته زمينه برابروي چې د مارچ په ۲۳مه نېټه به لاسليک شي.

د تېر کال په اګست کې د ايټاليا د نوي حکومت له جوړېدو نه دوې مياشتې وروسته د چيني دندې ګروپ جوړ کړ چې موخه يې د چين له مختلفو خواوو سره د نړيوالو همکاريو پياوړتيا ده. دا لومړی ځل دی چې د ايټاليا حکومت د يو هېواد لپاره ځانګړی کاري ګروپ جوړوي. د دغه ګروپ مسؤل د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ، کاري او ټولنيزو تګلارو معين ميچيل ګيراسي دی. هغه په چينايي ژبه ښې خبرې کولای شي او د اوږدې مودې لپاره د اقتصادي کارپوه په توګه د چين په يو مشهور پوهنتون کې يې کار کړی دی.

هغه د چين په پرمختيايي او بريالي موډل ښه پوهېږي او په دې هم پوهېږي چې د يو کمربند او يوې لارې پروژه به ايټاليا ته څه ګټې راوړي.

د ايټاليا صدراعظم ګيوسيپي ګونټي پارلمان ته ويلي و چې د چين د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز لخوا راوړل شوي اقتصادي او سوداګريزې ګټې حقوقې دي او د ايټاليا له ملي ګټو سره سمون خوري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای