CRI Online

د افغان مسئلې په اړه د چين، امريکا او روسيې ترمنځ يوه مشورتي ناسته تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-23 16:15:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغان مسئلې په اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي سفير دنګ شي جون، د افغان پخلاينې په اړه د امريکا ځانګړي استازي زلمی خليلزاد او د افغان مسئلې په اړه د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابولوف د مارچ له ۲۱مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې په واشنګټن کې د افغان مسئلې په اړه يوه درې اړخيزه مشورتي ناسته تر سره کړه او برخوالو د افغانستان د سوله ييز بهير د اوسني وضيعت په اړه د نظريو تبادلې کړې او د افغانستان د سولې، امنيت او سمسورتيا د ساتلو پر ګډو کوښښونو يې بحث وکړ. درېيو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې د افغانستان حاکميت، خپلواکي او د خاورې بشپړتيا دې احترام او درناوی وشي. دريواړه هېوادونه د دې ملاتړ کوي چې افغانستان د سياست، امنيت او اقتصادي چارو د پريکړې واک په خپل لاس کې نيسي.

درېيو خواوو موافقه وکړه چې په مداومه توګه به اړوندې مشورې تر سره شي او د راتلونکې ناستې وخت او ځای به له ډيپلوماتيکې لارې چارې وټاکل شي. دريواړه هېوادونه به د افغانستان د سوله ييز جريان د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه او منځګړيتوبونه تر سره کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای