د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزارت د مارچ په ۲۲مه نېټه د ايران پر ۱۴ شخصيتونو او ۱۷ شرکتونو د بنديزونو لګولو اعلان وکړ.
دغه وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې دغه شخصيتونه او شرکتونه ټول د ايران د دفاع په ساحه کې د نوښتونو او څيړنو له ډلې سره اړيکې لري. دغه اړيکې مخکې د ايران د ملي دفاع شرکتونو ته ملاتړ برابر کړی هغه چې د امريکا لخوا پر بنديزونه لګول شوي. د امريکا کانګرس په ۲۰۱۴ کال کې د بنديزونو لګولو په نوملړ کې د دغې ډلې نوم زيات کړ.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د اړوندو مقرراتو له مخې په امريکا کې د دغو شخصيتونو او شرکتونو پانګې به کنګل شي او امريکايان له دوی سره به معاملې نه شي کولی.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |