د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ له ۲۱مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې د ايټاليا د ولسمشر سيرګيو ماټاريلا په بلنه له دغه هېواد څخه د رسمي ليدنې په حال کې دی. رئيس شي جين پينګ د دغه ليدنې په ترڅ کې د دغه هېواد له ولسمشر سيرګيو ماټاريلا او صدراعظم ګيوسيپي کونټ سره خبرې اترې وکړې او دواړو خواوو د ګډو علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو ژورې او پراخې تبادلې وکړې. د دې ترڅنګ دواړو خواوو د چين ولسي جمهوريت او د ايټاليا جمهوريت ترمنځ د هراخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د ټينګېدو په اړه ګډه اعلاميه لاسليک او خپره کړه.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |