له ايټاليا څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د رسمي ليدنې تر څنګ، د چين د تلويزيوني پروګرامونو اوونۍ په نوم فعاليت چې د چين ميډيا ګروپ او د ايتاليا د ۳ لويو رسنيزو ګروپونو له خوا جوړ شوی، د مارچ په ۲۱مه نېټه په ايټاليا کې پيل شو. د چين څه باندې ۲۰ ځانګړي تلويزيوني پروګرامونه، مستند فلمونه او تلويزيوني ډرامې د ايټاليا د دولتي راډيو او تلويزيون شرکت ((RAI))،(( ميډياسيت ګروپ )) او (( کلاس ايډيټوري ګروپ )) په تلويزيوني چينلونو او د نويو رسنيو په ډګرونو کې خپرې شوې دي.
د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تبليغاتي څانګې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ او د ايټالوي همکاريزو رسنيو مسئولينو د نوموړي فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و.
په دغه فعاليت کې نندارې ته وړاندې شوي تلويزيوني پروګرامونه په دې وروستيو څو کلونو کې د چين ميډيا ګروپ له خوا جوړ شوي د ښه کيفيت لرونکي اثار دي.
د دې فعاليت د برخوالو دريو ايټالوي رسنيزو ګروپونو مسئولينو هيله وښودله چې د دې فعاليت د جوړېدو له لارې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ پياوړی او د چين د پخوا، اوسنۍ او راتلونکې په اړه د ايټالويانو معلومات زيات شي.
د چين ميډيا ګروپ په دې فعاليت کې په جلا جلا توګه د ايټاليا له RAI او ميډياسيت ګروپ سره همکاريز يادښت لاسليک کړ، تر څو د معلوماتو او کارکوونکو د تبادلو او د پروګرامونو د جوړونې په برخو کې همکاري کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |