CRI Online

شي جين پينګ د ايټاليا د ولسمشر سيرګيو ماټاريلا له خوا د مخه ښې په مراسمو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-03-23 21:04:44

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۳مه نېټه په روم کې د ايټاليا د ولسمشر سيرګيو ماټاريلا له خوا د مخه ښې په مراسمو کې ګډون وکړ.

ماټاريلا وويل، له ايټاليا څخه د رئيس شي جين پينګ د بريالۍ ليدنې په مناسبت مبارکي وايم. له ښاغلي رئيس شي سره مې ژورې او رغنده خبرې اترې وکړې چې دا په بېلا بېلو برخو کې د ايټاليا او چين ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره ډېر ستر ارزښت لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای