CRI Online

شي جين پينګ د ايټاليا له صدراعظم ګيوسيپي کونټي سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-03-24 16:04:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۳مه نېټه د ايټاليا په پلازمېنه روم کې د دغه هېواد له صدراعظم ګيوسيپي کونټي سره خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ وويل، د چين او ايټاليا ترمنځ اړيکې زرګونه کلن تاريخ لري او ملکي بنسټ يې لا ژور او پراخ دی. په تېرو څو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې همکارۍ او تبادلې ژورې شوې دي چې دا د دواړو هېوادونو د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره ښه زمينه برابروي. چين او ايټاليا يو د بل مهم ستراتيژيک ملګري دي. دواړه هېوادونه بايد د ستراتيژۍ او اوږدې مودې له لوري خپلمنځيو اړيکو ته وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د ټېنګښت د ۱۵مې کاليزې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګښت د ۵۰مې کاليزې پر بنسټ نوې زمانې ته د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو خلک به له هراړخيزو مؤثرو همکاريو څخه ګټه واخلي.

کونټي وويل، ايټاليا ته د رئيس شي جين پينګ سفر مهم تاريخي ارزښت لري او نوې مرحلې ته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا لارښوونه وکړي. د ايټاليا او چين ترمنځ د اړيکو تاريخ له زرو کلونو څخه زيات دی او د دواړو هېوادونو تمدنونه يو بل سره نښلوي. اقتصادي او سوداګريزې او کولتوري همکارۍ يې هم لرغونی تاريخ لري چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د دايمي پرمختګ لپاره ښه زمينه برابروي.

له خبرو اترو وروسته دواړو مشرانو د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په اړه د چين او ايټاليا د تفاهم ليک او د چين د ورکو شويو تاريخي اثارو د ورکولو همکاريز تړون د لاسليکولو په مراسمو کې هم ګډون کړی و. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای