CRI Online

په موناکو کې د چين لوی سفير: له موناکو څخه د چين د دولت ئيس شي جين پينګ ليدنه به د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختيا هڅونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-24 16:34:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د موناکو د دولت مشر او شاهزاده البيرت دويم په بلنه له موناکو څخه ليدنه وکړي چې دا به له موناکو څخه د چين د دولت رئيس لومړۍ ليدنه وي. په موناکو کې د چين لوی سفير جای جون وويل، د شي جين پينګ دغه سفر به د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختيا هڅونه وکړي او د لوی او کوچني هېواد تر منځ د مساوې اړيکو او د دوستانه تګ راتګ په برخه کې به د نړۍ لپاره يوه ښه بيلګه جوړه کړي.

جای جون وويل چې موناکو يو ځانګړی هېواد دی او د چين او موناکو ملي حالت ډېر توپيرونه لري. د بيلګې په توګه د موناکو پراخوالی يوازي ۲اعشاريه صفر دوه مربع کيلومتره دی چې په نړۍ کې دوېيم کوچنی هېواد دی او چين په نړۍ کې دريم لوی هېواد دی. خو دا د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستانه اړيکو د پرمختيا په ترڅ کې هيڅ خنډ نه شمېرل کيږي. هغه وويل چې د چين او موناکو اړيکې تل ټينګې دي. شاهزاده البيرت دويم له چين سره له دوستۍ ډله رويه لري، د چين د پرمختيا چارو ته ډېره پاملرنه کوي، د چين د چاپيريال ساتنې په زياتو پروژو کې يې ګډون کړی او له چين څخه لس ځلې ليدنې کړې دي. له موناکو څخه د شي جين پينګ ليدنه به هرومرو د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختيا هڅونه وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای