CRI Online

هان جنګ د چين د پرمختګ په عالي رتبه فورم کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-03-24 16:45:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د پرمختګ عالي رتبه فورم کلنۍ غونډه د مارچ د ۲۴مې نېټې په سهار په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو د دايمي کميټې غړي او مرستيال صدراعظم هان جنګ په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.

نوموړي وويل، چې چين د وطن د دروازې په پرانيستلو سره پر ابادۍ ټينګار کوي او ورخلاصون د چين اوسنۍ ښکاره نښه ده. د چين اقتصادي پرمختګ پخوا د ورخلاصون په چاپيريال کې تر سره شوی او په راتلونکي کې به د چين ښه کيفيت لرونکی پرمختګ د لا ورخلاصون په رڼا کې تر سره شي.

د معلوماتو له مخې، ياد فورم د چين د دولتي شورا د پرمختګ د څيړنيز مرکز لخوا تر سره شو او موضوع يې دا ده چې د ورخلاصون پر پراختيا او د ګډو ګټو او همکاريو پر پياوړتيا بايد ټينګار وشي. د چيني او بهرنيو کارپوهانو، متصديانو، چارواکو او د نړيوالو سازمانونو استازو په دغو مراسمو کې هم ګډون درلود. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای