CRI Online

شي جين پينګ د ايټاليا د سيسيليا کورواکې سيمې له مشر نيلو موسوميچي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-03-24 16:46:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۳مه نېټه په پاليرمو کې د ايټاليا د سيسيليا کورواکې سيمې له مشر نيلو موسوميچي سره وکتل. د سيسيليا کورواکې سيمې د پارلمان مشر، واليانو او د پاليرمو ښاروال په کتنه کې ګډون درلود.

شي جين پينګ د سيسيليا د تاريخ، کلتور او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ، او د دې سيمې او چين ترمنځ د سوداګريز او کلتوري تګ راتګ په اړه معلومات واورېدل. هغه هيله وښودله چې سيسيليا د سرچينو په برخه کې له خپل غوره والي څخه استفاده وکړي او له چين سره همکارۍ پياوړې کړي. نوموړي وويل، چې له ايټاليا څخه زما د ليدنې په ترڅ کې چين ته د سيسيليا د نارنجو د صادراتو په اړه د چين او ايټاليا ترمنځ تړون لاسليک شوی، هرکلی کوم چې سيسيليا چين ته د ښه کيفيت لرونکو کرهنيزو توکيو صادرات زيات کړي. چين غواړي چې د پانګونې او سيلانۍ په برخو کې له سيسيليا سره همکارۍ پياوړې کړي.

موسوميچي د رئيس شي جين پينګ د ليدنې تود هرکلی وکړ او و يې ويل، چې سيسيليا د ورېښمو د لرغونې لارې يوه برخه وه او له چين سره تګ راتګ يې پېړۍ پېړۍ تاريخ لري. د سيسيليا خلک د چينايانو ښه ملګري دي. سيسيليا هيله لري چې له چين سره د کرهنې او سيلانۍ په برخو کې له چين سره همکارۍ زياتې کړي او د يو کمربند او يوې لارې يو مهم تمځای وګرځي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای