CRI Online

تبصره: که څه هم د چين او موناکو ترمنځ واټن زيات دی، خو اړيکې يې د ګاونډيو هېوادونو په شان خوږې او نژدې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-24 16:59:41

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د مارچ په ۲۴مه نېټه د موناکو د مشر او شاهزاده البيرت اليکساندري لويس پيري ګريمالدي په بلنه له دغه هېواد څخه ليدنه وکړي. دا به په ۱۹۹۵م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو له ټينګېدو وروسته لومړی ځل وي چې د چين د دولت رئيس به دغه هېواد ته سفر وکړي. له دې سفر څخه څرګندېږي چې که لوی او کوچني هېوادونه دي، که ليرې او نژدې دي، د برابرۍ، دوستۍ، ګډو ګټو او همکاريو پر بنسټ بايد ښه ملګري وګرځي.

رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۸م کال کې له شاهزاده البيرت دوهم سره د خبرو اترو په ترڅ کې ويلی و چې که څه هم د چين او موناکو ترمنځ واټن زيات دی او د دواړو هېوادونو حالات بېل دي، خو دواړه هېوادونه تل يو د بل درناوی کوي، يو بل سره برابر سلوک کوي او د ګډو ګټو پر بنسټ ښې همکارۍ کوي چې دوه اړخيزې دوستانه اړيکې يې ټينګې شوې دي. په تېرو شلو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له تګ راتګ څخه ښکارېږي چې دا د يو پرمختللي هېواد او يو پرمختيايي هېواد ترمنځ د نوښت په رڼا کې يو همکاريز مثال دی.

د نړيوال کېدو په زمانه کې له بهرنيو خواوو سره د اړيکو ټينګښت د هر يو هېواد او ملت پر مخ مسئله ده. چين تل د دې غوښتنه کوي چې که لوی او کوچني هېوادونه، شتمن او بې وزلي هېوادونه او قوي او کمزوري هېوادونه دي، د نړيوالې ټولنې برابر غړي دي. په تېره بيا اوسنۍ نړۍ يوه اړخيزه نړۍ نه ده. سوداګري، ساينس او تخنيک، ماليات، چاپيريال او د ترهګرۍ ضد مبارزه نړيوالې مسئلې ګرځېدلې دي. يو هېواد يه يوازې توګه يادې مسئلې نه شي حلولای، نو د مختلفو هېوادونو همکاريو ته اړتيا شته. د څواړخيز ميکانيزم په جوړولو سره به د تګ راتګ له لارې ګډې نظريې تر لاسه شي او يو پر بل د باور او درناوي په رڼا کې به ډول ډول ننګونې له منځه يووړل شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای