CRI Online

شي جين پينګ د فرانسې د نيس ښار ته ورسېد او د موټر په وسيله موناکو ته يې حرکت وکړ چې هغه به له دغه هېواد څخه په رسمي ليدنه پيل وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-24 20:12:12

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د مارچ په ۲۴مه نېټه د فرانسې د نيس ښار ته ورسېد او ورپسې يې د موټر په وسيله موناکو ته حرکت وکړ چې هغه به له دغه هېواد څخه په رسمي ليدنه پيل وکړي. د شي جين پينګ ځانګړې الوتکه د همدې ورځې د غرمې په دوولسو بجو د نيس هوايي ميدان ته ورسېده. د موناکو د لومړي وزير او د بهرنيو اړيکو او همکاريو وزير په شمول عالي رتبه چارواکو د شي جين پينګ او د ده د مېرمن پنګ لي يوان تود هر کلی وکړ. د فرانسې د بهرنيو چارو وزير هم په دغه هوايي ميدان کې د شي جين پينګ هر کلی وکړ.

د معلوماتو له مخې، شي جين پينګ له ايټاليا څخه د خپلې رسمي ليدنې له پای ته رسېدو وروسته موناکو ته حرکت وکړ. هغه به له موناکو څخه د ليدنې له پای ته رسېدو وروسته فرانسې ته رسمي سفر وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای