د مارچ په ۲۳مه نېټه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ايټاليا د صدراعظم ګيوسيپي کونټي تر ګډې کتنې لاندې، د چين او ايټاليا استازو د چين د ۷۹۶ ورکو شويو تاريخي اثارو د بېرته ورکولو د تصديق پاڼو تبادلې وکړې.
د معلوماتو له مخې، په ۲۰۰۷ کال کې د ايټاليا د لرغونو اثارو ژاندارم د دې هېواد په بازارونو کې يو شمېر چيني لرغوني اثار پيدا او ضبط کړل چې ښايي په ناقانونه ډول له چين څخه قاچاق شوي وو. د چين د تاريخي اثارو ملي ادارې د اړوندو معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته سمدلاسه د ايټاليا له اړوندې څانګې سره تماس ونيو او د ورکو شويو اثارو د غوښتلو په کارونو يې پيل وکړ. تر لس کلنو کوښښونو وروسته د ۲۰۱۹ کال په پيل کې د ايټاليا سترې محکمې چين ته د يادو اثارو د ورکولو پريکړه وکړه.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |