CRI Online

۵ مليونو بريتانويانو له اروپايي ټولنې څخه د وتلو پلان د لغوه کولو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-25 10:36:43

له يوې خپرې شوې شمېرنې سره سم، د مارچ تر ۲۴مې نېټې، ۵ مليونو بريتانويانو په يوه غوښتنليک کې د نومونو ثبتولو له لارې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو پلان د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

په دغه غوښتنليک کې ويل شوي چې بريتانويان به په انټرنيټ کې د انلاين غوښتنې له لارې په اروپايي ټولنې کې د پاتې کېدو هيله څرګنده کړي.

له اړوندو مقرراتو سره سم، که د غوښتنې وړاندې کوونکيو شمېر له سل زرو کسانو څخه واوړي، پارلمان به يې په اړه خبرې اترې پيل کړي. بلخوا په لندن کې ځينو بريتانويانو لاريون تر سره کړی، دوی له حکومته غوښتنه کوله چې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو په اړه يو ځل بيا ټولپوښتنه تر سره کړي، د لاريون سمبالوونکو په وينا په دغه لاريون کې مليونو کسانو ګدون کړی و. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای