CRI Online

د چين او فرانسې ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۵۵ کاليزې پر مهال د يادونې وړ معيارونه او اصول

cri     (GMT+08:00) 2019-03-26 15:48:09

په ۲۰۱۸ کال کې د ارجنټاين په بوينوس ايريس کې د شلو صنعتي هېوادونو د سرمشريزې غونډې په ترڅ کې يوه مطبوعاتي غونډه د پاملرنې وړ ګرځېدلې وه. د چپن د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ،د فرانسې د بهرنيو چارو وزير جين ايوس لي دريان او د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس په ګډه د بېلا بېلو هېوادونو خبري رسنيو ته پر دې ټينګار وکړ چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره به ګډ کوښښ وکړي . نه يوازې يې په اقليمي بدلون کې د درېيو اړخونو پام ته اشاره کړې، بلکې له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې د چين او فرانسې ترمنځ نژدې همکاري يې وښودله.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وويل چې چين او فرانسه ځانګړي ملګري دي، چين اکثرا پر دې ټينګار کوي چې فرانسه لومړی لويديځ هېواد دی چې له نوي چين سره د سفيرانو په کچه ډيپلوماټيکې اړيکې ټينګې کړې. فرانسې له چين سره د تګ راتګ په بهير کې ډېر ځايونه جوړ کړي دي . د بېلګې په توګه فرانسه لومړی لوېديځ هېواد دی چې له نوي چين سره مستقيمې الوتنې پرانيستلې، د چين د کلتوري کال په اړه يې فعاليت تر سره کړی ، د چين کلتوري مرکز يې منلی او په خپلو پوهنتونونو کې د چيني ژبې څانګو ته تاځای ورکړی.

د تېرې پيړۍ په شپېتمه لسيزه کې د جنرال چارليس دي ګاولي له غير معمولي پوهی او زړورتيا سره له چين سره سياسي اړيکې ټينګې کړي. چينايانو تل د دې ستاينه کړې او کوي او د فرانسې په اړه ځانګړي د دوستۍ احساس لري.

البته، د چين او فرانسې ترمنځ د اړيکو پراختيا او ژورتيا د يو بل د پرانيستې همکارۍ څخه ګټه اخلي. په ۱۹۷۸ کال کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو په پيل کې د چين پخواني مشر دنګ شياو پينګ اعلان کړی و چې په چين کې د لوی ذروي برېښناکوټ د جوړولو لپاره له فرانسوي ټېکنالوژۍ استفاده کوي. ذروي برېښناکوټ عمومي بنسټيز تاسيسات نه دي او په دې برخه کې همکارۍ عمومي سوداګريز عمل نه دی. د څېړونکو په اند، چين او فرانسه کولی شي د اتومي انرژۍ په ساحه کې همکاري وکړي، په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته متقابل سياسي باور څخه ګټه پورته کوي.

د نړۍ بېلا بېل هېوادونه اوس په يوې پيړۍ کې بې ساري بدلونونه تجربه کوي . د يادونې وړ خبره دا ده چې نړۍ به څنګه بدلون ومومي، تر هغه چې چين او فرانسه په پام کې ونيسي او دغه مؤثر او مهم معيارونه تعقيب شي، د چين او فرانسې ترمنځ ځانګړې اړيکې کيدای شي نورې هم پياوړې او پراختيا ومومي. دا د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا څلور مهم ټکي دي چې د خپلواکۍ، ورخلاصون، دوه اړخيزې زده کړې او دوه اړخيزو مسؤليتونو په ګډون.

يوازې د خپلواکۍ ساتل کيدای شي، موږ مسؤليت پر غاړه واخلو چې وکولی شو خپل ځواک وساتو او په اسانۍ سره د رجحان تعقيب نه کړو. يوازې د زغم ساتلو او متقابلو زده کړو له لارې موږ کولی شو له يو بل سره پرانيستي پاتې شو او ګډې ګټې ومومو.

د شي جين پينګ له خوا د يو کمربند او يوې لارې وړانديز کې يوه طلايي قاعده شتون لري، کوم چې ګډه مشوره، ګډې ابادۍ او ګډ اشتراک دی.چين او فرانسه د لوړې کچې متقابل سياسي باور لري. د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې فرانسه کولی شي لاستر رول ولوبوي او له چين سره يوځای د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ ته وده ورکړي او د درېيم اړخ بازار په همکارۍ کې لازيات اغېزمن ګامونه پورته کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای