CRI Online

د روبيرټ مويلير په پلټنه کې له روسيې سره د ټرمپ د انتخاباتي ډلې د همکارۍ شواهد نشته

cri     (GMT+08:00) 2019-03-25 16:41:19
د روبيرټ مويلير په پلټنه کې له روسيې سره د ټرمپ د انتخاباتي ډلې د همکارۍ شواهد نشته

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د عدليې وزير ويليم بار د مارچ په ۲۴مه نېټه د کانګرس د مشرانو او استازو جرګو په عدلي کمېټه کې د جمهوريت غوښتونکي ګوند او ديموکرات ګوند مشرانو ته پيغامونه وليږل او پکې يې وويل چې د ځانګړي څارنوال روبيرټ مويلير په پلټنه کې په ۲۰۱۶ کال کې د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو په بهير کې له روسيې سره د ټرمپ د انتخاباتي ډلې د همکارۍ شواهد نه دي پيدا شوي. نو ځانګړي څارنوال په دې اړه کومې نتيجې ته نه دی رسېدلی چې ايا ټرمپ له عدالت څخه سرغړونه کړې که نه. د امريکا د عدليې وزارت د تحقيقاتو نتيجه دا ده چې له عدالت څخه د سرغړونې په اړه پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ تور کافي شاهد نه لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای