CRI Online

د روسيې اړوند مامور: د لويديځو هېوادونو ځينو کړنو نړيوال امنيت ته ګواښونه رسولي او رسوي يې

cri     (GMT+08:00) 2019-03-25 17:14:30

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د روسيې د امنيتي کميټې سکريتر نيکولای پاتروشيف د مارچ په ۲۵مه نېټه وويل، د لويديځو هېوادونو ځينو کړنو نړيوال امنيت ته ګواښونه رسولي او رسوي يې.

نوموړي په همدې ورځ د روسيې د يزويستي ورځپاڼې خبريال ته وويل، لويديځ هېوادونه په نورو هېوادونو کې د رنګين انقلاب د لمسولو په برخه کې زياتې تجربې لري او د نورو ملي حاکميت لرونکو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاس وهنه کوي چې دغو کړنو نړيوال امنيت ته سخت ګواښونه رسولي او رسوي يې. هغه وويل، رنګين انقلاب يو ګډ ټکی لري چې لويديځ هېوادونه د نورو هېوادونو مخالفين لمسوي چې فعال حکومت ړنګ کړي او هلته د لويديځو هېوادونو تر کنټرول لاندې ګوډاګي ځواکونه واکمن کړي. دغه د کودتا انقلابونه د دغو هېوادونو د اقتصادي کمزورتيا، د جرمونو زياتوالي او د اوسيدونکو د بې وزلۍ ته سبب کېږي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای