CRI Online

ډونالډ ټرمپ د جولان په لوړو کې د اسرائيلو حاکميت د منلو اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-03-26 10:21:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۲۵مه نېټه په رسمي توګه د جولان په لوړوکې د اسرائيلو حاکميت ومانه.

ټرمپ په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې د اسرائيلو له صدراعظم بنجامين نيتانياهو سره خبرې اترې وکړې او د جولان په لوړو کې د اسرائيلو حاکميت د منلو په هکله يې يوه اعلاميه خپره کړه. په دې اعلاميې کې راغلي چې د امريکا د دغې پرېکړې لامل دا دی چې ايران او د حزب الله ډلې د سوريې په جنوب کې پوځي عمليات تر سره کړي او غوښتي يې دي چې د جولان د لوړو له لارې پر اسرائيلو بريدونه وکړي.

هغه خبري رسنيو ته وويل چې د امريکا او اسرائيلو ترمنځ اړيکې ټينګې دي او مخکې له مخکې د يادې پرېکړې انګيزه رامنځته شوې ده. نيتانياهو وويل چې د امريکا دغه پرېکړه تاريخي اهميت لري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای