د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د مارچ په ۲۵مه نېټه د نژادي تبعيض د له منځه وړلو ورځې په يادغونډه کې له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د نژادي تبعيض د له منځه وړلو لپاره کوښښونه وکړي.
نوموړي د تعصب او نژاد پرستۍ د تيزېدو پر حالت اندېښنه څرګنده کړه، نوموړي د نوي زيلاند په دوو جوماتونو کې تر سره شوي سخت بريدونه د د تعصب او نژاد پرستۍ د تيزېدو نتيجه وبلله.
هغه د نژاد پرستۍ او تعصب د له منځه وړلو په باب د م م ژمنه يو ځل بيا تائيد کړه. هغه وويل، د بشري حقوقو د ساتنې لپاره دې د نژادي تبعيض او سپکاوي پر ضد قانون د جوړولو په ګډون ځينې تدبيرونه ونيول شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |