CRI Online

د منځني ختيځ بېلا بېلو خواوو د امريکا هغه کړنه وغندله چې د ګولان په لوړو کې يې د اسرائيلو حاکميت منلی

cri     (GMT+08:00) 2019-03-26 14:21:45

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۲۵مه نېټه د يوه فرمان په لاسليکولو سره د سوريې د ګولان په لوړو کې د اسرائيلو حاکميت رسمأ ومانه، خو عربي نړۍ د امريکا دغه کړنه سخته وغندله او ور سره يې مخالفت وکړ.

د سوريې حکومت د ټرمپ له دې پرېکړې سره څرګند مخالفت وکړ. د دې هېواد دولتي خبري اژانس د بهرنيو چارو وزارت د يوه چارواکي په قول ويلي چې د امريکا ياده کړنه د سوريې پر حاکميت او د خاورو پر بشپړتيا څرګند تېری دی او له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده.

د عرب ليګ سرمنشي احمدابولغيط د يوې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا دغه پرېکړه سخته وغندله او په دې اند دی چې د ټرمپ فرمان اعتبار نه لري او د ګولان لوړو پر قانوني مقام اغيزه نه شي کولی.

د عربي پارلمان مشر مشعل بن فهم السلمي دا نظر لري چې دغه فرمان د م م د امنيت شورا له اړوندو پرېکړه ليکونو څخه سرغړونه ده. هغه له نړيوالې ټولنې په تېره بيا له امنيت شورا څخه غوښتنه وکړه چې د نړيوالو قوانينو او اړوندو پرېکړه ليکونو مراعات وکړي او د نيول شويو خاورو په توګه د ګولان لوړه وبولي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو وويل چې د امريکا ياده کړنه د منلو وړ نه ده. ترکيه به له دې کړنې سره د مخالفت لپاره ګډ عمليات تر سره کړي او په م م کې به لازم تدبيرونه ونيسي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای