CRI Online

چين او فرانسه به لا نورې ټينګې، ثابتې او حياتي ځواک لرونکې همکاريزې اړيکې جوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-26 14:43:44
چين او فرانسه به لا نورې ټينګې، ثابتې او حياتي ځواک لرونکې همکاريزې اړيکې جوړې کړي

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په پنځه ويشتمه نېټه د فرانسې په ايليسي ماڼۍ کې د فرانسې له ولسمشر امانويل ماکرون سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د چين او فرانسې ترمنځ لا نورې ټينګې، ثابتې او حياتي ځواک لرونکې همکاريزې اړيکې جوړې کړي.

(اواز) د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون د مارچ د پنځه ويشتمې نېټې په ماسپښين په اًرک دي تريومم کې د رئيس شي جين پينګ د هر کلي لپاره درانه مراسم تر سره کړل.

رئيس شي جين پينګ له ماکرون سره په خبرو اترو کې پر دې ټينګار وکړ چې د چين او فرانسې ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو مهم عوامل سياسي باور، ريښتينی همکارۍ او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي دي. چين او فرانسه بايد په نويو حالاتو کې په يادو درېيو برخو کې لا زيات کوښښونه وکړي. بيا وروسته رئيس شي جين پينګ له ماکرون سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل چې د دوی په خبرو اترو کې اغېزمن برياليتوبونه تر لاسه شوي دي.

((موږ ګډ نظر لرو چې اوس نړۍ په ستر بدلون کې ده او انسانان له سختو ننګونو سره مخ دي او بايد سم انتخاب غوره کړي. چين او فرانسه د دوو مسئولو لويو هېوادونو په توګه بايد د خپلواکۍ، متقابل تفاهم، ليرې نظر او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ پر اصولو د لويو هېوادونو ترمنځ د ګډ ژوند او همکارۍ کولو لارې چارې ولټوي چې د نړۍ د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره لا زيات فعال رول ولوبوي. ))

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې چين او اروپايي ټولنه په اوسنۍ نړۍ کې دوه لوی ځواکونه، لوی بازارونه او تمدنونه دي. چين د اروپا ستراتيژيک مقام او رول ته ډېره پاملرنه کوي او په خپلو ديموکراتيکو چارو کې له اروپا سره د اړيکو ژورتيا ته لومړيتوب ورکوي. چين هيله لري چې فرانسه به د اروپايي ټولنې او چين ترمنځ د اړيکو د ټينګښت په برخه کې لا فعال رول ولوبوي، هيله ده چې دواړه خواوې د چين او اروپا ترمنځ د پانګونې تړون په اړه د خبرو اترو هڅونه وکړي او په نږدې وخت کې به د چين او اروپا ترمنځ د ازادې سوداګريزې سيمې د عملي کېدو د شونتيا په هکله په ګډې څېړنې پيل کړي.

((فرانسه د اروپايي ټولنې کليدي لوی هېواد دی او زما د دې سفر يو مهم تمځای هم دی. اروپا د چين له مهمو همکارانو څخه ده، نو سږ کال زما د لومړي سفر لپاره اروپا غوره شوې ده. چين له اروپا سره اړيکو ته ډېره پاملرنه کوي، يوه متحده او پياوړې اروپا د نړۍ له څواړخيز شکل سره سمون خوري. پروا نه شته چې نړيوال وضعيت څنګه بدلېږي، چين به تل د اروپا د يو ځای کېدو او ګډې پياوړتيا له جوړېدو څخه ملاتړ وکړي او غواړي د نوي ډول نړيوالو اړيکو او د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې جوړونې د هڅولو لپاره له اروپا سره په ګډه کوښښونه وکړي. ))

د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون وويل، د فرانسې او چين ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۵۵ کلونو راهيسې، دواړو خواوو تل يو د بل درناوی کړی او پراخې همکارۍ يې کړې دي. د فرانسې او چين ترمنځ د هراړخيزو همکاريزو اړيکو بنسټ همکاري ده، فرانسه له چين سره د اړيکو د راتلونکي په اړه پوره باور لري. هغه وويل

((فرانسه هيله لري چې د چين د باور وړ، څرګند او دوامداره همکار وګرځي. د متقابل باور جوړول اوږد وخت ته اړتيا لري، موږ دواړه خواوې دا نظر لرو چې زموږ ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو له ۵۵ کلونو څخه ښکاري چې دواړو هېوادونو په ګډه يوه زمانه تېره کړې او په راتلونکی کې به په دوامداره توګه همکاري وکړي. دواړه خواوې غواړي له توپيرونو سره سره ګډې نظريې پيدا کړي او يو د بل درناوی وکړي. دواړو خواوو ژمنه کړې چې دايمي او صادقانه تبادلې به وکړي، نو د فرانسې او چين ترمنځ د حياتي اړيکو په اړه پوره باور لرم. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای