د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۲۶مه نېټه اعلان وکړ چې امريکا پر ګولان لوړې د اسراييلو حاکميت منلی. د روسيې د پارلمان غړو او حکومتي چارواکو په همدې ورځ پر امريکا نيوکې وکړې او و يې ويل، د امريکا دغه عمل له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده او د منځني ختيځ پر اوضاعو به منفي اغېزه وکړي.
د روسيې د دوما جرګې رئيس وياچيسلف ولودين په همدې ورځ په مسکو کې د لبنان له ولسمشر ميشل عون سره په خبرو اترو کې وويل، امريکا پر ګولان لوړې د اسراييلو حاکميت له منلو څخه ښکاري چې امريکا دې ته پاملرنه ورنه کړه چې بايد د م م په چوکاټ کې د دې مسئلې په هکله له نورو هېوادونو سره ډيالوګ وکړي او د م م امنيت شورا ته په نه پاملرنې سره يې پخپله اړونده پرېکړه کړې ده. دغه عمل ښايي د جګړې د رامنځته کېدو سبب وګرځي.
د روسيې د ولسمشر اطلاعاتي سکريټر دميتري پيسکوف په همدې ورځ وويل، د امريکا دغه عمل د منځني ختيځ مسئلې او د سوريې مسئلې پر سياسي حل منفي اغېزه کړې ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |