د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د مارچ په ۲۶مه نېټه د دې هېواد کابينې په يوه غونډه کې يوه وينا وکړه او د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه کړنه يې وغندله چې په يواړخيزه توګه يې پر جولان لوړې د اسراييلو حاکميت منلی دی.
د ايران خبري ټلويزيون په همدې ورځ د ولسمشر حسن روحاني په قول وويل، دا د هر چا له نظر څخه وتلې ده چې يو امريکايي له نړيوالو قوانيو څخه سرغړونه کړې او د يو هېواد د قلمرو يوه برخه بل نيونکي ته ورکوي.
روحاني د سيمه ييزو هېوادونو د خپلمنځي همکاريو پياوړتيا له امريکا او اسراييلو سره د مقابلې کليدي ټکی ياد کړ. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |