CRI Online

د بريټانيې د استازو جرګې له اروپايي ټولنې څخه د دغه هېواد د وتلو وخت رسمأ وځنډاوه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-28 10:35:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د بريټانيا د استازو جرګې د مارچ په ۲۷مه نېټه د رايې ورکونې له لارې له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو وخت رسمأ وځنډاوه چې ټاکل شوې وه د روانې مياشتې په ۲۹مه نېټه تر سره شي. د بريټانيې پارلمان تر اوسه پورې له دې ټولنې څخه د دغه هېواد د وتلو وروستی وخت نه دی ټاکلی.

په همدې ورځ يادې جرګې تر بحثونو وروسته په ۴۴۱ موافقو او ۱۰۵ مخالفو رايو سره له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو ټاکلی وخت وغځاوه.

له دې نه مخکې اروپايي ټولنې د دې کار په هکله د بريټانيې د صدراعظمې تريسا مې له خوا وړاندې شوی غوښتنليک منلی و او د دې کار د وروستي وخت په اړه يې دوه لايحې جوړې کړې وې. په دې جمله کې يوه لايحه دا وه چې که د بريټانيې استازو جرګه له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو په هکله د تړون مسوده تصويب کړي، نو د دې کار د تر سره کېدو وروستی وخت به د مې تر ۲۲مې نيټې پورې وځنډيږي،بله لايحه دا وه چې که دغه جرګه ياده مسوده تصويب نه کړي،نو بريټانيا به د اپريل له ۱۲مې نيټې نه مخکې نورې پرېکړې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای