د سينهوا اژانس د خبر له مخې، اروپايي پارلمان د اورپا او چين د دوستانه ډلې مشر نيرج ډېوا تر لارښوونې لاندې، د يو کمربند او يوې لارې د پاليسۍ تبادلوي کميټه د مارچ په ۲۶ مه نېټه د فرانسې په ستراسبورګ کې جوړه شوه.
د يو کمربند او يوې لارې د پاليسۍ تبادلوي کمېټې اکثر غړي په اروپايي پارلمان کې د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز ملاتړ کوونکي دي. د دغې کمېټې موخه دا ده چې له چين سره د پاليسۍ د نظريو تبادلې له لارې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د ياد وړانديز په چوکاټ کې اړوندې همکارۍ په اروپايي سيمه کې پرمخ بيول شي.
نيرج ډېوا وويل چې د اروپا زيات هېوادونه بايد په يو کمربند او يوې لارې کې د ګډون له لارې چين نور هم وپېژني او دوه اړخيزې تبادلې ور سره زياتې کړي. دا د دغې کمېټې د جوړېدو اصلي نيت او دنده ده.
د مالوماتو له مخې، دغه کمېټه به د سږ کال په اپريل کې د چين په پلازمينه بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ د دوهمې دورې په لوړ پوړي فورم کې ګډون وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |