د سينهوا اژانس د خبر له مخې په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال وو های تاو د مارچ په ۲۶مه نېټه وويل چې د دوو هېوادونو لايحه د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړو د لېرې کولو لپاره بنسټيزه لار ده. نړيواله ټولنه بايدد م م د اړوندو پرېکړه ليکونو،د ځمکو په بدل کې د سولې لاسته راوړلو د اصولو او د عرب د سولې وړانديز پر بنسټ د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سولې خبرو اترو د بيا پيل لپاره ګډې هڅې وکړي تر څو د فلسطين مسئله په هر اړخيزه ، عادلانه او دايمې توګه حل شي.
نوموړي په همدې ورځ په امنيت شورا کې د منځني ختيځ د مسئلې په هکله وينا وکړه او پکې يې وويل چې اوس په منځني ختيځ کې د سولې بهير د پرمخبيولو لپاره نړيوالې ګډې نظريې له ننوګونو سره مخ دي او د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سولې خبرو اترو د پرمخبيولو هڅو او کوششونو هېڅ پايله نه ده تر لاسه کړې، چين په دې اړه انديښمن دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |