CRI Online

سوريې له م م څخه وغوښتل چې امريکا ته خبر داری ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-28 16:02:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۲۷ مه نېټه اعلان وکړ چې د م م د بشري حقوقو عالي کميشينرې دې امريکا ته خبر داری ور کړي چې ولې يې پر جولان لوړې د اسراييلو حاکميت منلی دی؟

د سوريې خبري اژانس د خبر له مخې، د سوريې د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د م م د بشري حقوقو عالي کميشينرې ميشېل باچلټ ته يو پيغام ولېږه او له هغې څخه يې وغوښتل چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لارې پر جولان لوړې د اسراييلو د حاکميت د منلو په اړه خپل درېځ څرګند کړي او امريکا ته دې د نړيوال قانوني نظام د اغېزمنولو په اړه خبر داری ور کړي

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای