CRI Online

تبصره: های نان يو ځل بيا د چين د ورخلاصون پياوړتيا ثابتوي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-28 18:47:46

يو کال مخکې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين په های نان ولايت کې د ( بو او) په اسيايي فورم کې اعلان کړی و چې چين به خپل بازار ته د بهرنيو پانګونو د ننوتلو د معيار د ټيټوالي، د پانګونو د لا جلبونکي چاپيريال د جوړولو، د پوهنې ملکيت حق د ساتلو او د وارداتو د پراختيا په شمول څلور مهم تدبيرونه ونيسي. دا په چين کې د ورخلاصون د نوي پړاو د پيل نښه وه. يو کال وروسته، د چين صدراعظم لي که چيانګ په ۲۰۱۹م کال کې د ( بو او) د اسيايي فورم په کلنۍ غونډه کې د ورخلاصون د پراختيا په اړه يو لړ څرګندونې وکړې. های نان چې د چين د څلوېښت کلن اصلاحات او ورخلاصون يوه مهمه کړکۍ ده، يو ځل بيا د چين د ورخلاصون پياوړتيا ثابتوي.

شک نه شته چې ورخلاصون په تېرو څلوېښتو کلونو کې د چين د پرمختګ او برياليتوب سبب ګرځېدلی دی. څرنګه چې چين د دولتي دروازې په پرانيستلو سره خپل هېواد ابادوي، نو په چټک ډول د نړۍ دوهم اقتصادي ځواک، د توليدي چارو لومړی لوی هېواد او د مالونو د سوداګرۍ لومړی هېواد ګرځېدلی دی. د دې ترڅنګ په تېرو زياتو مسلسلو کلونو کې په چين کې د بهرنيو اسهامو د ذخيرې اندازه په نړۍ کې لومړی مقام ونيوه.

يو کال مخکې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ( بو او) د اسيايي فورم په کلنۍ غونډه کې ياد څلور تدبيرونه اعلان کړل او پر دې يې ټينګار وکړ چې اړوندې تګلارې دې ژر تر ژره تر سره شي. په تېر کال کې د چين د ورخلاصون تدبيرونه ګام په ګام پلي شوي دي. له دې څخه څرګندېږي چې چين د خپلو ژمنو د پلې کولو په هڅه کې دی. اوسمهال چين د ښه کيفيت لرونکي اقتصاد د هڅونې لپاره کوښښ کوي او چين په همدې وخت کې د علمي او تخنيکي انقلاب د نوي پړاو او د چارو د اصلاحاتو له فرصتونو او د ساتوونکې غوښتنې او يواړخيزې غوښتنې د قوي کېدو او د نړيوال اقتصادي اصطکاک د سختوالي له خطرونو سره مخامخ دي. چين د يادو حالاتو پر وړاندې چې په تېرو سلو کلونو کې ساري نه لري، پر دې نظر ټينګار کوي چې د لوړې سويې لرونکي ورخلاصون په رڼا کې به ښه کيفيت لرونکی پرمختګ پياوړی شي، هېڅکله به د چين د ورخلاصون دروازه ونه تړي او چين به د ورخلاصون له لارې د نړيوال پرمختګ په بهير کې نامعين ګواښ ليرې کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای