د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د مارچ په ۲۷مه نېټه د جولان لوړو د مسئلې په اړه د سنجش غونډه تر سره کړه. په دې غونډه کې له امريکا پرته د امنيت شورا ټولو غړو هېوادونو د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه کړنې سره مخالفت څرګند کړ او و يې غندنه چې په جولان لوړو کې يې د اسرائيلو (( حاکميت )) منلی.
په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال وو های تاو وويل، دا د نړيوالې ټولنې له خوا منل شوې چې جولان لوړې نيول شوې خاوره ده. د م م امنيت شورا زيات ځله د پرېکړه ليکونو په تصويبولو سره له اسرائيلو څخه غوښتنه کړې چې له جولان لوړو څخه ووځي. چين له دغه يو اړخيز عمل سره مخالفت کوي او د سيمه ييزو حالاتو سختوالی نه غواړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |