د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نتانياهو د مارچ په ۲۸مه نېټه وويل چې د زورزياتيو د ممکن زياتوالي په ځواب کې اسرائيل چمتو دی چې په غزه کې پراخ اقدام وکړي.
نيتانياهو په همدغه ورځ د غزې په سرحدي سيمه کې د اسرائيلو د دفاعي ځواکونو د ځای پرځای کولو په اړه حالات وڅېړل. هغه تر ليدنې وروسته وويل چې په دې وروستيو ورځو کې يې په غزه کې د لويې پيمانې عملياتو د چمتو کولو لپاره د اضافي سرتېرو او تجهيزاتو د زياتوالي امر کړی و. که دا اړين وي چې د لوړې کچې کړنې ترسره کړي، اسرائيل به په کلک او ثابت ډول اړوند ګامونه پورته کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |