CRI Online

په ګوادر کې د نړيوالو توليداتو دوهم نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-03-29 14:29:10

په ګوادر کې د نړيوالو توليداتو دوهم نندارتون د مارچ له ۲۸مې څخه تر ۲۹ مې نېټې پورې د پاکستان د ګوادر په ازاده سيمه کې تر سره شو.د چين او پاکستان يوسل او څلور تصديو په دې نندارتون کې ګډون وکړ او برخه والو د سوداګريزو همکاريو په هکله خبرې اترې وکړې.د دې نندارتون په موده کې ډېرو تصديو په ياده سيمه کې د فعاليت کولو هيله وښودله.

د مارچ په ۲۸مه نېټه د پاکستان د ګوادر په ازاده سيمه کې ګڼه ګونه وه.د چين او پاکستان ۱۰۴ تصديو او شرکتونو په غرفو کې خپل توليدات نندارچيانو ته وړاندې کړل او ويې غوښت چې له دې لارې خپل همکاران پيدا کړي.يوه سوداګراختا محمدوويل چې په اسلام اباد، کراچۍ، کوېټې او لاهور کې يې دوکانونه جوړ کړي او هيله يې وښودله چې په دې نندارتون کې د ګډون له لارې د چين او د پاکستان د نورو سيمو همکاران پيدا کړي.هغه وويل مونږ غواړو چې برخه والو ته د بلوچستان ايالت د عنعنوي لاسي هنر په باب معلومات وړاندې کړو.ځکه چې په دې نندارتون کې د چين او د پاکستان د نورو سيمو دوستان راغونډشوي او بېلا بېل کلتورونه او تصدۍ ليدل کيږي.بلوچستان يو ستر بازار ګڼل کيږي،نو مونږ هيله لرو چې د چين او د پاکستان د نورو سيمو له هغو دوستانو سره همکارۍ وکړو چې په لاسي هنر لګيا دي.

د پاکستان خواړه جوړونکي محمد ياسين چې پخوا يې د چين د نان کای په پوهنتون کې زده کړه کوله، په روانه چيني خبرې کولی شي او اوس په بېجينګ کې استوګنه کوي او پاکستان ته د چيني غوره خوړو په صادرولو لګيا دی. هغه په ۲۰۱۷ کال کې له يادې سيمې سره يو تړون لاسليک کړی و او د ده تصدۍ د لومړۍ ډلې له هغو تصديو څخه ده چې په دغه ازاده سيمه کې فعاليت کوي. نوموړي په دې سيمه کې د غوړيو د فابريکې د جوړولو لپاره دوه مليونه امريکايي ډالره پانګونه کړې او دغه فابريکه به د روان کال په پای کې جوړه کړي چې توليدات به يې منځني ختيځ، منځنۍ او جنوبي اسيا او چين ته صادر کړي. هغه وويل چې په ګوادر کې مې دغه فابريکه جوړه کړې، ځکه چې ګوادر ځانګړی جغرافيايي مقام لري او پکې د چيني شرکتونو اداري سويه لوړه ده. هغه وويل زما د څېړنې له مخې د چين اقتصادي پرمختګ لومړی په ساحلي سيمو کې او بيا په نورو سيمو کې شوی دی .ګوادر يو ساحلي ښار دی او نوې سيمه هم ده،نو نوی راتلونکې لري.سربېره پردې چيني شرکتونه په ګوادر کې ۴۰ کلنې اداري تجربې لري. نو باور لرم چې د دغو شرکتونو اداره ښه پايله ولري. په ګوادر کې مې پانګه اچولې، لامل يې له چين سره هم تړاو لري.

دا د پاملرنې وړ ده چې په دې نندارتون کې د برخه والو چيني تصديو او شرکتونو شمېر د تېر کال په پرتله ډېر زيات شوی چې په دې جمله کې ځينو چيني تصديو د ګوادر ازادې سيمې ته ډېره پاملرنه کړې ده. د چين د هه نان ولايت څه باندې شپېتو تصديو پلان درلود چې په دغه سيمه کې د هه نان ولايت د نړيوالو چارو پارک جوړ کړي.د يو لين په نوم د شرکت د بورډ کمېټې مشرې هو هوا مين وويل د هه نان ولايت د حکومت، د هه نان ولايت د سوداګرۍ ادارې او زمونږ د ولايت د سوداګرۍ د پرمخبيولو ټولنې تر ملاتړ لاندې د شپږو يا اوو ساحو په تړاو د څه باندې شپېتو غير دولتي تصديو څه باندې سلو تنو په دې نندارتون کې ګډون کړی دی.مونږ د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ګوادر په بندر کې د هه نان د نړيوالو چارو پارک د جوړولو لپاره هڅې کوو. تېر کال مو له اړوندو خواوو سره ستراتيژيک چوکاټي تړون لاسليک کړ، نو مونږ هيله لرو چې د هه نان ولايت د سوداګرو د متقابلو مرستو په روحيې سره د يو کمربند او يوې لارې ، د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې او د ايکولوژيکي مدنيت د ابادۍ لپاره هلې ځلې وکړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای